د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې په تېر ۲۰۲۴ مالي کال کې افغانستان ته د پاکستان صادرات په لومړیو شپږو میاشتو کې ۹۲.۲۵ سلنې زیات شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان ټول صادرات افغانستان ته د روان کال له جولای تر ډسمبر پورې شاوخوا ۵۰۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي. همدا راز، د پاکستان واردات له افغانستانه په همدې دوره کې ۱۲۵.۸۵ سلنې زیات شوي دي.