د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، نن د «امي اوغلو» ترکي شرکت له مرستيال موسی امي اوغلو سره د کندهار د دره نور مرمر ډبرو سترې پروژې تړون لاسليک کړ. دغه تړون د لسو کلونو لپاره دی او پر بنسټ به يې ياد شرکت د ۶.۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي او د معياري اکتشاف، استخراج او پروسس چارې به ترسره کړي. د چارواکو په خبره د ياد کان د چارو په پيل سره، ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.