د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې په افغانستان کې د مېندو لپاره د ملاتړ کوونکي چاپېریال د رامنځته کولو او د مور او ماشوم د روغتیا پایلو د ښه کولو لپاره یې په دایکندي ولایت کې ۲۵ قابلو ته د «سالم روغتیایي فکر» پروګرام روزنه ورکړې. د روغتیا نړۍوال سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي، تر دغه پروګرام وروسته به دغه روغتیاپالې وشي کړای؛ هغو مېندو ته جلسې او مشورې چمتو کړي، کومې چې د روغتیا په برخه کې له رواني ستونزو کړېږي. دغه سازمان زیاته کړې، چې دغه پروګرام د زېږون دمخه خپګان کمولو او په ملاتړ شوي روغتیایي مرکزونو کې د مېندو رواني روغتیا ښه کولو لپاره یو ښه فرصت دی.