د کرونا پراخېدونکي ګواښ په هېواد کې ګڼې اندېښنې پارولې دي. تېره او وړمه ورځ په کابل ښار کې په ناڅاپي توګه بیې لوړې شوې. وړمه ورځ په هرات کې څلور نورې مثبتې پېښې ثبت شوې، پاکستان تورخم لار وتړله چې ورسره جوخت ولس ته د کرونا د پراختیا او لومړنیو خوراکي توکو د کمښت له امله اندېښنې پیدا شوې. په هرات کې لا هم روغتیایي کارکوونکي له دې شکایت کوي چې اړینو وسایلو او امکاناتو ته لاسرسی نه لري او تر څنګ یې له دغه ولایت سره اړینه مالي مرسته هم نه ده شوې. بلخوا ولسمشر بیا پرون ۴۰۰ میلیونه افغانۍ له دغه ولایت سره ځانګړې مرسته اعلان کړه. اروپايي ټولنې بیا په دې منځ کې د اوربند او د کرونا پر ضد د درېدو غوښتنه کړې ده.
وړمه ورځ د هېواد د عامې روغتیا وزیر وویل چې هېواد له یوه ملي ګواښ سره مخ دی. خو پرون حکومت په بېړه په ځینو اقداماتو لاس پورې کړی دی چې وکړی شي د کرونا له امله په هېواد کې رامنځ ته شوی ګواښ تر خپلې وسې کنټرول کړي. ولسمشر تېره ورځ ډېر ویډیويي کنفرانسونه لرل او د پیل شوو تیاریو څارنه یې کوله. هغه د عامې روغتیا وزارت او دغه راز نورو چارواکو سره په دې اړه په ویډیو کنفرانس کې خبرې کولې او دوی ته یې تازه سپارښتنې کړې دي. نوموړي د کرونا ویروس د له منځه وړلو او د دغه وژونکي ویروس د مخنیوي لپاره د یوه جامع عملیاتي پلان غوښتنه کړې ده.
ولسمشر د عامې روغتیا وزارت له کارکوونکو او رهبرۍ سره د خبرو پر مهال ویلي چې هرات ته یې څلور سوه میلیونه افغانۍ تخصیص کړې دي او له دغو پیسو باید د کرونا پر ضد مبارزه کې ګټه واخیستل شي. نوموړي له عامې روغتیا وزارت غوښتي چې د دغه ویروس د له منځه وړلو او همدا راز د ګواښونو او خطرونو د کمولو لپاره باید یو جامع عملیاتي پلان جوړ شي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د کرونا ویروس احتمالي خپرېدو د مخنیوي او مهارولو په خاطر دې ځانګړی عملیاتي پلان جوړ او د هرې احتمالي مرحلې لپاره باید ځانګړی تیاری شتون ولري.»
بلخوا د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې خپل اقدامات تر سره کړل، خو لا هم بیې تر مخکې ورځو یو څه لوړې دي. ولسمشر غني بیا وایي چې خلک دې په دې اړه اندېښنه نه کوي. د ده په خبره، هېواد په هېڅ صورت د خوراکي توکو له کمښت سره نه مخ کېږي او په خبره یې که اړتیا پېښه شي، حکومت به خپل زرګونه ټنه غنم خلکو ته عرضه کړي او نرخونه به کنټرول کړي.
د کرونا ویروس خپرېدو د هېواد پر سیاسي چاپېریال هم سیوری غوړولی دی. ارګ او عبدالله عبدالله وایي چې د کرونا پر وړاندې مبارزه ورته لومړیتوب لري. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې اوس د دې وخت دی چې د سیاسي ناندریو پر ځای د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه وشي. سپيدار ماڼۍ هم وایي چې سیاسي معاملات پر خپل ځای دي، پرمختګونه شوي دي، خو لومړیتوب اوس د کرونا پر وړاندې مبارزه ده.
له دې سره هممهاله د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا وایي، هر افغان حق لري چې د کرونا ویروس له خطر په امان وي. نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې په دې موده کې اوربند وکړي او په دې توګه په ګډه د دغه ویروس د پراختیا مخنیوی وکړي.
وړمه ورځ طالبانو هم ویلي وو چې دوی له نړیوالو موسسو او بنسټونو سره د کرونا ضد مبارزه کې همکار دي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي وو، نړیوال دې د دې پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي او طالبان هم له دوی سره همکارۍ ته تیار دي. نوموړي همدا راز د افغان حکومت په زندانونو کې د خپلو زندانیانو په اړه اندېښنه ښودلې وه او له نړیوالو مرسته کوونکو یې د دوی د څارنې او روغتیايي پاملرنې غوښتنه کړې وه.