ایران وایي امریکا په افغانستان کې په خطرناکه لوبه بوخت ده او که یې په وسه پوره شي دلته اوسنی حکومتي نظام بدلوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو لوی مدیر سید رسول موسوي وایي امریکا له داسې یوې ډلې سره هوکړه وکړه چې شل کاله یې پر وړاندې جګړه کړې ده، میلیاردونه ډالر یې لګولي دي، زرګونه افغان سرتېري یې وژلي دي او د زرګونه عامو وګړو پر کورونو یې هوایي بریدونه کړي دي. دده په خبره د سولې په هوکړه کې دا نه دي ویل شوي چې طالبان به بې وسلې کېږي بلکې دوی هڅول شوي چې د ترهګرو پر وړاندې مبارزه وکړي. د موسوي په وینا امریکا په افغانستان کې خطرناکې لوبې کوي خو ایران د افغانانو تر څنګ ولاړ دی. ده ویلي که د امریکا وس ورسېږي په افغانستان کې اوسنی حکومتي نظام د طالبانو په ګټه بدلوي. هغه زیاته کړې چې امریکا اوس طالبانو ته د دښمن په سترګه نه بلکې د یوې سیاسي ډلې په سترګه ګوري.