د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۱۸ مه نېټه په نيويارک کې د امنيت شورا د لوړې پوړې غونډې په څنډه کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوتريش سره وکتل.
وانګ يي په دغه لېدنه کې وويل، چین روانه مياشت د امنيت شورا د رئيسه هېواد په توګه دنده لري او په نوښت سره يې د څواړخيزم د عملي کېدو او نړيوال مديريت د اصلاح تر عنوان لاندې د امنيت شورا لوړپورې غونډه روانه ده. دغې غونډې ته بېلابېلو خواوو مثبت ځوابونه ورکړي، چې پدې سره د امنيت شورا د جوړېدو د ۸۰ مې کليزې د لمانځنې فعاليتونه پيل شول.
وانګ يي زياته کړه، چې چين د ملګرو ملتونو له مرکزي مقام او د سرمنشي او سکریتریت له کارونو ټينګ ملاتړ کوي او غواړي چې له ملګرو ملتونو سره نږدې همکاريو ته دوام ورکړي، پر زياتو موضوعاتو اجماع رامنځته او زياتې سرچينې راټولې کړي، رښتينی څواړخيزم په ګډه عملي کړي او نړيوالې سولې او پرمختګ ته وده ورکړي.
انټونيو ګوتریش په دغه لېدنه کې وويل، ملګري ملتونه له څواړخيزم او د دغه سازمان له کارونو څخه د چين ملاتړ ، د يادې لوړپوړې غونډې لپاره د چين نوښت او د نړيوال مديريت د اصلاح او د مخ پر ودو هېوادونو د اواز لوړولو لپاره د چین هڅې ستايي.
نوموړي زياته کړه، چې سازمان يې د چين رول ته په ډېره درنه سترګه ګوري، د دغه هېواد د دولت رئيس شي جين پینګ له اړوندو نوښتونو سره موافق دي او ملاتړ يې کوي او په وينا يې، دغه سازمان به د اوسنيو پيچلي ننګونو پر وړاندې پر سمې مفکورې ټينګار ولري، خپل منشور او اصول به ښه عملي کړي او له هېوادونو څخه به وغواړي، چې همکارۍ پیاوړې کړي، د قانون پر بنسټ د نړۍ مديريت په ګډه وساتي او نړيواله سوله او دواملرونکی پرمختګ وهڅوي.
دواړو خواوو همدارنګه د اوکراين، منځني ختيځ او افريقا د وضعيت په اړه د نظريو تبادله وکړه.