د چين د چاپیریال وزارت او د پراختیا او اصلاحاتو ملي کمیسیون او یو شمېر نورو ادارو د ایکولوژیکي چاپیریال ساتنې په برخه کې د ساینسي او ټکنالوژیکي نوښت د پیاوړتیا او د ښکلي چین د جوړولو بهیر د هڅولو لپاره نوي وړانديزونه خپاره کړل.
یادو ادارو په دې وروستیو کې د ایکولوژیکي چاپیریال ساتنې او د ساینسي او ټکنالوژیکي سیسټم د اصلاحاتو د ژوروالي لپاره وړاندیزونه کړي، تر څو په دې سره د ایکولوژیکي چاپیریال ساتنې په برخه کې د حکومتوالۍ ظرفیت او کچه نوره هم ښه او بشپړه کړي.
د يادو وړانديزونو له مخې، تر ۲۰۳۵م کال پورې به د ایکولوژیکي چاپیریال په برخه کې د نوښت سیسټم عمومي موثریت خورا لوړ شي، د ملي ستراتیژیک ساینسي او ټیکنالوژیکي ځواک به په پراخه کچه لوړ شي، د ایکولوژیکي چاپیریال د ساتنې په تیوریکي میتودونو کې به لوی پرمختګونه وشي، یو شمیر کلیدي ټکنالوژۍ او تجهیزات لکه د چاپیریال څارنه او معاريتوب به خورا ښه شي، د اصلي نوښت وړتیا او د پایلو د لیږد او بدلون وړتیا به د پام وړ لوړه شي، د لوړې کچې ساینسي او ټکنالوژیکي استعداد لروکی ټیم کې به پر له پسې غوره والی راشي او د غون او ټیټ کاربن ايستنې په چارو کې د ساینسي او ټکنالوژیکي ځان بسیاینه بشپړ احساس شي، تر څو د ایکولوژیکي چاپیریال د اصلي پرمختګ او د ښکلي چین هدف د پوره کولو لپاره قوي ساینسي او ټیکنالوژیکي ملاتړ چمتو شي.