د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۰ مه نېټه د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ کې د «جي شل» یا شلو هېوادونو ډلې د بهرنیو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې له خپل روسي سيال سیرګي لاوروف سره وکتل.
وانګ يي په دغه ليدنه کې وويل، د نړۍ وضعیت که هر ډول بدلېږي، د چين او روسيې د دوستۍ بنسټ به خراب نه شي او د لویو هېوادونو په توګه به خپل مسئوليتونه ادا کړي.
ده زیاته کړه، دواړه خواوې باید خپلمنځي ستراتېژيکې همکارۍ ژورې کړي، د دويمې نړيوالې جګړې د تاريخ په اړه دې حقیقت خپور کړي، د ملګرو ملتونو په مرکزيت دې نړيوال سیسټم او د پرمختيايي هېوادونو حقه حقونه وساتي او په عادلانه او منظمه توګه دې د نړۍ د څو قطبي کېدو بهیر او ټوشموله نړيوالتوب پرمخ يوسي چې دا د نړۍ د اقتصاد په ګټه دی.
سيرګي لاوروف هم په دغه ليدنه کې وويل، چې روسيه او چين پر څو قطبي کېدو ټينګار لري او د پېچلې او متزلزلې نړۍ د ثبات ساتوونکو رول دې ولوبوي.
ده وویل، روسيه د چين لخوا له وړاندې شوو نړيوالو نوښتونو سره موافقه ده او له دغه هېواد سره يې د لوړې سويې متقابل باور ستايي.
هغه زیاته کړه، هېواد يې غواړي چې له چين سره د بريکس ميکانيزم، د شانګهای همکارۍ سازمان، ملګرو ملتونو او جي ۲۰ په ګډون مختلفو سازمانونو په چوکاټ کې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي.
لاوروف همدارنګه د اوکراين بحران په اړه د روسيې نظرونه بيان کړل او ويلي يې دي، چې هېواد يې د چين عيني او عدلانه دريځ او د چين، برازیل او یو شمېر نورو هېوادونو لخوا (سوله غوښتنې) ډلې ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره خبرو ته دوام ورکړي او له پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ تقويه کړي.
وانګ يي څرګنده کړې، چې چين به د سولې خبرو او د بحران د سياسي حل لپاره خپل رغنده رول ته دوام ورکړي.