د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (یونیسف) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د شته ۱۱۶ ښوونځيو شوراګانو غړو ته روزنه ورکړل کېږي. د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب وايي، دا روزنه له پوهنې وزارت سره په همغږۍ سر له نن پيل شوه چې یوه اونۍ به دوام وکړي. نوموړي زیاته کړه، په دغو روزنیزو پروګرامونو کې د ښوونځیو شوراګانو غړي چې دیني عالمان او قومي مشران دي، د پوهنې بهیر په ملاتړ، د پوهنې له بهير سره د خلکو د مرستو او همکاريو د راجلبولو، د ماشومانو د حقونو پېژندنې او خوندي کولو او هم د ښوونځیو شوراګانو غړو د دندو او مسوولیتونو روزنه ویني.