د امريکا سپينې ماڼۍ د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې امريکا ته د لومړيتوب ورکولو په تمرکز د پانګونې تګلارو يادښت خپور کړ چې پکې يې د پانګونې تګلارو د تنظيمولو او له چين سره پر دوه اړخيزې پانګونې پر له پسې محدوديت اعلان کړی دی.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په دې اړه ويلي، امريکا د ملي امنيت مفهوم په ناسم کارولو سره ياد له تبعيض ډکه او د بازار له اصولو خلاف کار کړی او د دواړو هېوادونو د تصديو پر عادي همکاريو يې منفي اغېز کړی دی.
نوموړي ويلي، پر چيني پانګونې د امريکا جدي څارنه به په امريکا کې د چيني تصديو د پانګونې باور سخت زيانمن کړي. هغه هيله وښوده چې امريکايي لوری چيني تصديو ته د پانګونې مساوي، شفاف، ثابت او د اټکل وړ چاپېريال برابر کړي.
ده دغه راز ویلي چې سربېره پردې دا ډېره معقوله خبره نه ده چې امريکا په چين کې د خپلو تصديو پر پانګونې لا زيات محدوديت ولګوي او که داسې تدبيرونه پلي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابلې پانګونې ته به زيانونه ورسېږي او امريکا ته به ګټه ونه رسېږي.
د ده په خبره، د امريکا زياتو سوداګريزو ټولنو او تصديو په دې اړه څرګنده کړې چې د امريکا د يادې کړنې له امله به نور سيالان په چيني بازار کې د امريکايي تصديو ځای ونيسي.