د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د ازبکستان له لومړي وزیر عبدالله عارف اوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شویو هوکړو پر عملي کولو خبرې کړې دي. اقتصادي مرستیال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او سړکونو پراختیا اساسي موضوع بللې او ازبکستاني لوري ته یې بلنه ورکړې، څو د مزارشریف – هرات او له هغه ځای څخه کندهار ته د اوسپنې پټلۍ پروژه کې چې وزبکستان له ایران او چین سره نښلوي، پانګونه وکړي. نوموړي ویلي، چې په دې پانګونې سره به له جنوبي اسیا هېوادونو، ایران او چین سره د تاشکند سوداګري پراخه شي او دا به د سیمې په ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي. دغه راز اقتصادي مرستیال د سالنګ لویې لارې د دویم تونل جوړولو په برخه کې هم تاشکند ته د پانګونې بلنه ورکړې او زیاته کړې يې ده، چې دغه تونل مرکزي اسیا له جنوبي اسیا سره نښلوي او د سیمې په ترانزیټ کې اساسي رول لري. په دې کتنه کې د ازبکستان لومړي وزیر له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده، چې ازبکستان د تاشکند او کابل ترمنځ د اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا په موخه له ټولو شریکو شویو طرحو ملاتړ کوي او د عملي کېدو لپاره یې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل کار ته دوام ورکوي.