اسراییل د هغو ۶۲۰ فلسطیني بندیانو خوشې کول ځنډولي، چې ټاکل شوې وه، پرون یې خوشې کړي. رویټرز د اسراییل د لومړي وزیر د دفتر په حواله لیکلي چې د نورو اسراییلي بندیانو د خوشې کېدو او د حما.س له لوري د مراسمو په ترڅ کې د اسراییلي بندیانو نه خوشې کولو په تړاو به تر ډاډ ترلاسه کولو دغه فلسطینیان خوشې نه کړي. حما.س پرون د غزې په خان یونس ښار او النصیرات پنډغالي کې شپږ اسراییلي بندیان د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته وسپارل.