د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې د افغان کډوالو د ثبت سند یوازې د روان کال تر پایه پورې اعتبار لري او نور به تمدید نه شي. نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو د ثبت طرحه «د ناقانونه وګړو د پېژندلو او د قانوني ستونزو د مخنیوي» لپاره پلي شوې وه او دا د ایران د دولت له لوري کومه حقوقي ژمنه نه وه. نوموړی زیاتوي، د راتلونکي کال لپاره داسې پلانونه جوړ شوي چې یوازې د یو واحد سند له مخې به افغان وګړي هلته پاتې کېږي او پاتې کسان به دا اجازه ونه لري. په همدې حال کې نوموړي خبرداری ورکړی، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او خپل شتون د ټاکل شویو مرکزونو سره ثبت نه کړي؛ نو د ایران د امنیتي ځواکونو لهخوا به ونیول شي.