د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې چې د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د سرپرست حکومت لوړپوړی پلاوی چې په ترکیب کې یې د کابینې یوشمېر غړي او د سکټوري ادارو استازي شامل دي، ازبیکستان ته له دوه ورځني سفر وروسته پرون ماسپښین مهال کابل ته را ستانه شوي دي. اقتصادي مرستیال په کابل نړیوال هوايي ډګر کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال یاد سفر له لاسته راوړنو ډک بللی او زیاته کړې یې ده، چې د خپل سفر پرمهال یې د ازبیکستان له لومړي وزیر، د لومړي وزیر له مرستیال او د یو شمېر ادارو له مسولینو سره لیدنې وکړې. په دې لیدنو کې دوی ښه پرمختګونه او بحثونه درلودل چې مهم هغه یې د کرنې، برېښنا، ترانسپورټ، سوداګرۍ او د اوسپنې پټلۍ او نورو برخو کې دي.