د ارګ له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي دي او باید د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه راکمه کړل شي. ولسمشر غني په دغه اعلامیه کې له طالبانو یو ځل بیا د اوربند غوښتنه کړې ده او په خبره یې افغان جګړه د خبرو له لارې باید پای ته ورسول شي، اوربند دې رامنځ ته شي او د خبرو ادامه باید د تاوتریخوالي د ختمېدو سبب شي. ولسمشر غني تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده خو یادې ډلې یې غوښتنې ته د رد ځواب ورکړی او وایي چې په بین الافغاني مذاکراتو کې به پر دې مسئله بحثونه کېږي.