د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه د روان کال خپل لومړی سند يا «د چين ۱ م مرکزي سند» خپور کړ، چې د دغه هېواد د کليو د سمسورولو او د زراعت او کليو د عصري کېدو د چټکولو په تړاو يولړ پلانونه پکې جوړ شوي دي.
د دغه سند منځپانګه د دغه هېواد د کليوالو سيمو پر ژورو اصلاحاتو او د کليو پر هراړخيزې سمسورتيا ورټوله ده او د کليوالو سيمو د ځمکو د اجاره اخيستلو لارو چارو د اصلاح او د کليو د سمسورولو په برخه کې د پانګونې او د مستعدو کليوالو د روزنې د ميکانیزمونو د نوښت په تړاو يولړ تدبيرونه پکې ټاکل شوي دي.
ياد سند د غلودانو او نورو زراعتي پيداوارو د عرضې تضمين ته لومړيتوب ورکوي او په لومړي ځل پکې ټاکل شوی، چې چين به د بېلابېلو کلیوالو سيمو د وضعيت له مخې کرنيز توليد نوی باکيفيته ځواک پیاوړی کړي.
په ياد سند کې همدارنګه راغلي، چې چين به د بې وزلۍ د بیا زیاتېدو مخه ونيسي او سيمه ييزو صنايعو ته به پرمختګ ورکړي.
د چين مرکزي حکومت له ۲۰۰۴م کال راهيسې د هر کال په خپل لومړي سند کې تر ډېره د زراعت، کليو او بزګرانو پر مسئلو تمرکز کوي.