د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د جاپان حکومت یوه هوکړهلیک لاسلیک کړ چې ارزښت یې ۹۲۹ میلیونه جاپاني ین (شاوخوا ۶ میلیونه ډالر) دی. د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ لیکلي، دا هوکړه لیک به هغو پروګرامونو ته ځانګړی شي چې افغانستان ته راستانه شویو کډوالو، بېځایه شویو او د هغوی کوربه ټولنو ته د معیشت زمینه برابره کړي. د دغې هوکړې لمخې د ورېښمو تولید، غالۍ اوبدنه، د شنو خونو جوړول او د لبنیاتو د تولید پراختیا هغه فعالیتونه دي چې له ملاتړ به برخمن شي.