د هېواد په استازیتوب د دوبۍ په نړېوال نندارتون کې ګډون کوونکي، یو شمېر سوداګر وایي، چې په دغه نندارتون کې د افغانستان کورنیو تولیدات د نړیوالو پېرېدونکو پام ځانته اړولی دی. دوی ویلي چې د هرات د تولیداتو لپاره ۸ ځانګړې غرفې جوړې شوې وې، چې په کې د وطني محصولاتو هر ډول وچه مېوه، زعفران او د بېلابېلو انرژیو تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وو. د دوی په خبره د هېواد تولیداتو نه یوازې د نړیوالو پېرېدونکو پام ور اړولی، بلکې له یو شمېر نړیوالو شرکتونو سره سوداګریز هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي. په ورته وخت کې یو شمېر سوداګر چې د زعفرانو محصولات یې نندارې ته وړاندې کړي وو، وايي چې د دغه نندارتون له لارې د هېواد لوړ کیفیت لرونکي محصولات په پراخه کچه تود هرکلی شوی او توانېدلي چې د نړیوالو بازارونو پاملرنه ترلاسه کړي.