د فراه ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۲۱ کسان مړه او ۴ نور ژوبل شوي دي. د فراه د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي مسوولین وایي، چې یاد شمېر کسان د ۳ کورنیو غړي وو، چې د تفریح لپاره غره ته تللي وو، چې د سېلابونو د راوتو پر مهال هلته بند پاتې شوي او په پایله کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې، د فراه د امنیه قوماندانۍ هم د دې پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي، چې دا پېښه د پشتکوه ولسوالۍ په کوجر کلي کې رامنځته شوې ده.