د افغانستان بانک رییس د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان بانک رییس د کوچنیو مالي تمویلاتو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او دا برخه یې د هېواد په اقتصادي رغښت کې مهمه یاده کړه. هغه ویلي د افغانستان بانک ژمن دی، چې په افغانستان کې کوچني مالي تمویلات وده وکړي او په دې وسیله د هېواد په ټولو برخو کې هېوادوال له دې مالي خدمتونو څخه برخمن شي. سرچینې ویلي، چې په یاده کتنه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې هم د اقتصادي ودې او کارو بارونو د غوړېدو په برخه کې د کوچنیو مالي تمویلاتو رول مهم یاد کړ او له خپله اړخه یې په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.