ټاکل شوې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د چمپینز ټرافي(اتلانو جام) کرکټ سیالیو په لړ کې د افغانستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شي. افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له جنوبي افریقا لوبډلې څخه ماتې منلې، له انګلستان وروسته به د ګروپ وروستۍ لوبه به آسټرالیایي کرکټ لوبډلې سره ترسره کړي. د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالۍ د فبرورۍ په ۱۹مه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي. په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ پاکستان، بنګلهدېش، انګلستان، اسټرالیا، سوېلي افریقا، نیوزیلنډ او هند برخه لري.