د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په يوه خبري ناسته کې له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د بندیز په نوملړ کې د چيني شرکتونو د شاملېدو هڅې او د چين بدنامول او تورنول دې بند کړي.
اروپايي ټولنې د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ چې د روسيې پر ضد د بنديزونو په ۱۶م پړاو کې به يو شمېر چيني شرکتونه او اشخاص د بندیزونو په لېست کې شامل کړي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند وويل، د اروپايي ټولنې دغه عمل د چين او اروپايي ټولنې د مشرانو د موافقې له روحيې سره په ټکر کې دی او د دواړو خواوو پر اقتصادي او سوداګريزو اړيکو منفي اغېز کوي. چين تل پر دې باور دی چې خبرې اترې د اوکراين د کړکېچ د حل يوازنۍ لار ده او چين به د خپلو تصديو د قانوني حقوقو او ګټو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.