طالبان وایي د داعش پر ضد ددوی مبارزې ته دې بل رنګ نه ورکول کېږي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په تازه ټویټ پیغامونو کې ویلي دداعش پر ضد د طالبانو مبارزه داسې مهال روانه وه چې په مسلسله توګه یې پر کسانو دداعش په ګټه هوایي بریدونه کېدل. دده په خبره دوی له پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې دداعش پر ضد عملیات کړي دي او هڅه یې کړې خلک له دې ډلې وژغوري. شاهین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امریکا دداعش پر وړاندې د طالبانو له څرګندونو هرکلی کړی دی. زلمي خلیلزاد ویلي وو، د طالبانو له لوري دداعش ځپل دا په ډاګه کوي چې دغه ډله د ترهګرۍ ضد مبارزې او سولې هوکړې ته ژمن دي.