د چين حکومت د فبرورۍ په ۲۳مې نېټې د ۲۰۲۵م کال لومړی سند خپور کړی او د کليوالو اصلاحاتو پراختيا او د کليو د هراړخيزې سوکالۍ پياوړتيا يې پکې په ډاګه کړې ده. چين په دغه سند کې په لومړي ځل د مختلفو ځايونو د ځانګړتياوو پر اساس د کرنې د نوي کيفيت د توليدي قوتونو د پرمختګ غوښتنه کړې ده.
په دغه سند کې نه يوازې په چين کې د کرنيزو او کليوالو چارو د عصري کېدو د تمرين اصول تائيد شوي، بلکې د نړۍ د کرنيزو چارو د ستونزو د هوارولو لپاره هم پکې د چين ګټور پلان وړاندې شوی دی.
د غلو دانو نړيوال اکمالاتي او توليدي ځنځيرونه له تېرو څو کلونو راهيسې په نړۍ کې د وبا د خپرېدو، اقليمي بدلون او سختو جيوپوليټيکي ستونزو له امله زيانمن شوي، چې له امله یې نړيوال کرنيز پرمختګ هم له سختو ننګونو سره مخ شوی دی.
د کرنيزو چارو پر وړاندې ننګونې او ستونزې څنګه حل کېدای شي؟
د چين حکومت په دغه سند کې د کرنيزو چارو د ټېکنالوژيک نوښت سيسټم پرمختګ ته لومړی مقام ورکړی او د هغې نوې کرنيزې بڼې د جوړونې غوښتنه يې کړې، چې بيولوژيکې ټېکنالوژي، ځيرک تجهيزات او زرغونتوب پکې شامل دي.
د کرنيزو چارو نوې بڼې له تېرو څو کلونو راهيسې د چين په ډېرو سيمو او چارو کې ښې پايلې ورکړې دي. دلته به یې څو بېلګو ته اشاره ولرو. د چين د های نان ولايت په يا جو وان لابراتوار کې د تخمونو د جين د تعديل له لارې برياليتوب ترلاسه شوی، د شمال ختيځو سيمو په کروندو کې له انساني قوت پرته د ځيرک فارم ټېکنالوژي کارول شوې او د ناورينونو د مخنيوي او د زيانونو د کموالي لپاره د دقيقو وړاندوينو ډيجيټل ټېکنالوژي ګټې ته سپارل شوې ده. په دغو بېلګو کې عصري تخنيکونه ((د کرنيزو چارو د نوي کيفيت توليدي قوتونه)) ښکاره شوي دي.
شمېرې ښيي، په تېر ۲۰۲۴م کال کې د چين د کرنيزې ټېکنالوژۍ خدمتي انډول ۶۷ اعشاريه ۸ سلنې ته رسېدلی او په فصلونو کې د اصلاح شويو تخمونو ونډه له ۹۶ سلنې څخه اوښتې وه. دغه ارقام ښيي، چې ساينس او ټېکنالوژۍ توليدي مؤثريت لوړ کړی دی.
د پيوندي شولو او د اوبو سپمولو پر بنسټ د ځمکو د خړوبولو په شمول چيني ټېکنالوژۍ له ۱۳۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د چين د همکاريو له لارې په افريقا، جنوب ختيځې اسيا او لوېديځې اسيا کې کارول شوې او د دغې ټېکنالوژۍ په مرسته د ځايي سيمو د غلو دانو حاصلات ۳۰ سلنه زيات شوي دي.
د خواړو او کرنې نړيوال سازمان عمومي مدير چوو دونګ يو رسنيو ته ويلي، چې د چين د کرنيزې ټېکنالوژۍ نوې بڼه د پرمختيايي هېوادونو د کرنيزو چارو د عصري کېدو لپاره کاپي لاره برابره کړې ده.
افغانستان هم يو کرنیز هېواد دی او د کرنيزو چارو پرمختګ یې ملي اقتصاد پسې تړاو لري، نو په کرنيزو چارو کې د چين تجربې ورته ګټورې دي. دواړه هېوادونه د کمربند او لارې نوښت تر چوکاټ لاندې د ټېکنالوژۍ د شريکولو او د کرنيزو توليداتو د وارداتو او صادراتو په برخو کې ډېر همکاريز فرصتونه لري.
د انسانانو ګډ برخليک ټولنې ته په کتو، د چين د کرنيزو او کليوالو چارو د عصري کېدو بهير مهم نړيوال ارزښت لري. دغه بهير ښيي، چې عنعنوي کرنيز هېوادونه د ساينسي او ټېکنالوژيکي نوښت له لارې چټک پرمختګونه موندلی شي. دغه بهير د ښارونو او کليو ترمنځ د اړيکو په اړه د خلکو پېژندنه بدله کړې او داسې نوی مدني جوړښت يې په ډاګه کړی، چې د ښارونو او کليو ترمنځ د عناصرو برابرې تبادلې پکې کېدای شي. دغه بهير د غلو دانو د امنيت په اړه د نړيوالې ادارې نوې نوع برابره کړې، چې له لارې يې د نظام او ټېکنالوژۍ د نوښتونو په وسيله ټولشموله او دوامدارپرمختګ رامنځته کېدای شي.