ازبیکستان او پاکستان داسې یوه هوکړه کړې، چې له افغانستان سره به یوه ګډه درې اړخیزه کمېټه جوړوي؛ تر څو د دریو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ غځولو د وړاندېز شوې پروژې ستونزې حل کړي. د ازبیکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف په تاشکند کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره په کتنه کې په دې اړه مالومات ورکړي او د ۳ هېوادونو د دغې نښلوونکې پروژې د تطبیق لپاره یې په ګډو هڅو ټېنګار کړی دی. ازبیکستان، پاکستان او افغانستان د ۲۰۲۱ د فبرورۍ په میاشت کې د ۵۷۳ کیلو میتر په اندازې د اورګاډي پټلۍ د جوړولو یو تړون لاسلیک کړ، چې منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلوي. د اټکل له مخې د سیمه ایز اقتصادي پیوستون په دغې پروژې باندې ۴.۸ میلیارډ ډالر لګښت راځي.