د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د چین له سفیر جاو شینګ سره کتلي دي. په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د چین سفیر د چین او افغانستان د تېرو څو لسیزو سیاسي او ديپلوماتیکې اړیکې مهمې وبللې او ویلي یې دي، چې بیجنګ چمتو دی له سرپرست حکومت سره د افغانستان د اقتصادي ودې او د پانګونې په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو د ابادولو په برخه کې مرستې ته چمتو دی او پلان لري چې په افغانستان کې یو شمېر کورونه کډوالو ته ورغوي. د ناستې پر دوام جاو شینګ په افغانستان کې اقتصادي وده او فرصتونه د پام وړ بللي او په وینا یې، چین به له افغانانو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. مولوي عبدالکبیر ویلي، له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغان کډوالو را ایستل په کور دننه د مرستو پر رسونې اغېز کړی دی. مولوي عبدالکبیر دغه راز د چین سفیر ته ډاډ ورکړی، چې شوې مرستې به په شفاف ډول اړمنو ته رسیږي.