د ټولګټو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د دغه وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر کړی دی. محمد اشرف حق شناس وایي چې په دغه سفر کې دواړو هېوادونو د ۷ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت يو هوکړه ليک د هرات-تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د اقينې–اندخوی د پاتې ۱۰ کیلومټره وسپنې پټلۍ بشپړول او د اندخوی–شبرغان د ۵۵ کیلومټره اوسپنې پټلۍ د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. نوموړي دغه راز ویلي، چې ټاکل شوې د دغو هوکړه ليکونو تر لاسليک وروسته په نږدې راتلونکې کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د یادو پروژو پراختيايي قراردادونه هم لاسليک شي څو عملي چارې يې پيل شي.