د ننګرهار ولایت د وادي کرنیز شرکت مسوولینو ویلي، چې په روان کال کې یې په دغه ولایت کې ۱۱۰۰ ټنه د زیتون دانې حاصلات راټول کړي دي. د یاد ولایت د وادي کرنیز امارتي شرکت د سوداګرۍ او بازار موندنې مسوولین وایي، چې یاد شرکت له دغه شمېر حاصلاتو له جملې څخه ۱۳۵ زره لېټره د زیتونو تیل او ۳۰ ټنه اچار تولید کړي او دا پروسه لا روانه هم ده. د مسوولینو په خبره د زیتونو د تولېد، پروسېس او بسته بندۍ لپاره له کارخونه نوره هم پراخه کړي، څو د تولید ظرفیت لوړ او داخلي بازارونو ترڅنګ بهر ته هم په ښه تنظیم او پراخه کچه ورسېږي. د مسوولینو په خبر د کانال شرکت ۷۱ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۳۱ زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو ظرفيت لري، چې ۱۱ زره ۴۰۰ هکتاره یې د کانال اړوند فارمونه او پاتې یې شخصي ملکیتونه دي.