د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې د ۱۵ نويو مخابراتي سایټونو د جوړېدو خبر ورکړی دی. د یاد ریاست مسوولینو ویلي؛ چې په دغه ولايت کې دم ګړۍ د ۵ مخابراتي شرکتونو ۱۲۵ سايټونه فعال دي، چې يو شمېر یې د سرپرست حکومت په بریا سره فعال شوي دي. د مسوولینو په خبره د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو او ولسوالیو کې د مخابراتي شرکتونو په مالي ملاتړ د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت یاد شمېر نورمخابراتي سایټونه فعال کړي، ترڅو د یادو سیمو اوسېدونکو له مخابراتي چوپړتیاوو څخه برخمن شي او د یادو سایټونو د منظورۍ او سروې چارې بشپړې شوې او په نږدې راتلوونکي کې به ودانیزې چارې هم بشپړې شي.