د چين د ۱۴مې دروې ملي ولسي کانګرس ۳مه غونډه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې دورې ملي کمېټې ۳مه غونډه به په جلا جلا توګه د ۲۰۲۵م کال د مارچ په ۵مه او ۴مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.
د دغو دوو غونډو مطبوعاتي مرکز د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه په رسمي توګه کار پيل کړی.
د مالوماتو له مخې، تر اوسه پورې څه باندې درې زرو چيني او بهرنيو خبريالانو د دوو غونډو د خپرولو لپاره نومونه ثبت کړي. د خبريالانو شمېر د تېر کال په پرتله زیات شوی دی.