تمه وه چې په قطر کې د سولې د خبرو له پیل سره سم که بشپړ اوربند ونه شي، نو د تاوتریخوالي کچه به را ټيټه شي، خو له بده مرغه خبره سرچپه شوه. په تېرو څو ورځو کې له ګڼو ولایتونو د جګړې، نښتو، چاودنو او وژنو خبرونه ورکول کېږي. وسله وال طالبان پرله پسې پر امنیتي پوستو بریدونه کوي او حکومتي ځواکونو هم د ځمکې او هوا له لارې بریدونه ډیر کړي دي. دواړو اړخونو ته درنه مرګ ژوبله اوړي، چې ورسره ملکي وګړي هم په نښه کېږي. د سړک غاړې په چاودنو کې د ملکي مرګژوبلې تر څنګ پرون په کندوز کې په هوايي برید کې هم ګڼ ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.
دواړه اړخونه د تاوتریخوالي د زیاتولو پړه یو پر بل اچوي، خو واقعیت دا دی چې دواړه اړخونه د سیاسي موخو لپاره تاوتریخوالی زیاتوي. که دوی د سولې په خبرو کې جدي وي او غواړي دا خبرې ښې مخ ته ولاړې شي، نو که بشپړ اوربند نه شي کولی، لږ تر لږه د نېک نیت د ښودلو او باور فضا د زیاتولو لپاره باید تاوتریخوالی کم کړي. کله چې مشران په دوحه کې له یو بل سره خبرو ته ناست وي، یو له بل سره سلام، ستړي مشې او نېک چلند کوي، نو په افغانستان کې بیا د دغو مشرانو؛ کشران امنیتي ځواکونه او طالبان ولې یو بل سره ووژني!؟
ستونزه دا ده چې لا هم دواړه اړخونه د اوربند مسئلې ته له سیاسي زاویې ګوري. حکومت فکر کوي چې که پر طالبانو اوربند ومني، نو طالبان له زوره لوېږي او بیا د نورو سیاسي غوښتنو په نه منلو کې مقاومت کولی شي. حکومتي اړخ اوربند د سولې د بریا لپاره نه، بلکې د طالبانو د کمزوري کولو لپاره غواړي. طالبان هم جګړه پر حکومت د فشار لپاره کاروي او له امریکا سره له هوکړې وروسته په جګړو او بریدونو سره بیا بیا دا پيغام ورکوي چې امریکایان وځي او دوی د جګړې له لارې کولی شي چې حکومت له پښو وغورځوي. د دې شونتیا هم شته چې طالبان پر حکومت د فشار ترڅنګ د خپلو لیکو د ساتلو لپاره هم اوربند ته زړه نه ښه کوي.
پکار خو دا ده چې دواړه اړخونه اوربند یا اورکم ته له اخلاقي او دیني اړخه هم وګوري، نه له سیاسي اړخه. دا جګړه هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي او له بله اړخه په هېڅ ډول توجیه کېږي هم نه. طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي، حکومت هم باید بریدونه او تحریک کوونکي کارونه بند کړي او د تاوتریخوالي له کمولو ناسمه استفاده ونه کړي. که د نورو طالبان بندیانو د خوشې کولو یا بل هر څه په بدل کې وي، باید دا جګړه نوره ودریږي او افغان وژنه بنده شي. دواړه لوري درک کوي او پوهیږي چې سوله حتمي کېدونکي ده، خو دوی باید په دې هم فکر وکړي چې دواړه اړخونه د خدای تعالی او ولس پر وړاندې مسوول دي، نو ځکه تر هر څه ډېر تمرکز یې باید پر اوربند یا اورکم وي.