د چين د هو نان ولايت د شيانګ شي د تو جيا قوم او مياو قوم کورواکې سيمې د يونګ شون ولسوالۍ فو ژونګ علاقه داري د غرونو او سيند په منځ کې اباده شوې او تاريخ يې له دوو زرو کلونو څخه ډېر يعنې د چن امپراتورۍ زمانې ته رسېږي.
فو ژونګ علاقه داري په چين کې د ابشار دپاسه د زر کلن تاريخ لرونکې علاقه دارۍ په نوم شهرت لري. د دغې علاقه دارۍ درې اړخونه د اوبو د محاصرې په غېږ کې پراته دي او د يو شوې په نوم سيند ترې تېرېږي.
دلته د کورونو څراغونه په شپه کې ښکلې رڼاګانې ورکوي او د غرونو په منځ کې د مرغلرې په شان ځلاوې کوي. د دغې علاقه دارۍ په کوڅې کې د سيلانيانو ګڼه ګوڼه وي او هر ځای يې له سمسورې فضا څخه ډک وي. ځايي اوسيدونکي د خپل قوم له تاريخ او افسانې سره سم هنري نندارې ترسره کوي او دلته له زرو کلونو راهيسې د بشر او طبيعت ترمنځ همغږي او ځلانده قومي کولتور روښانه دی.