د پاکستان په کوربهتوب د اتلانو جام روانو سیالیو په لړ کې له بي ګروپ څخه افغانستان نن په یوې برخلیک ټاکوونکې لوبه کې خپل سیال اسټرالیا سره سیالي لري. ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د پاکستان لاهور په قذافي لوبغالي کې پیل شي. افغانستان د اتلانو جام نیمه پایلوبې ته د تلو لپاره باید اسټرالیا ماته کړي. اسټرالیا او سوېليافریقا دې ګروپ کې په درېو-درېوو امتیازونو لومړی او دویم ځای لري.