«چيو شه » مجله به د مارچ په لومړۍ نېټې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ يوه ليکنه «په اقتصادي چارو کې بايد څو مهمې اړيکې ښې تنظيم شي» خپره کړي.
په دغه ليکنه کې ۲۰۲۴م کال د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان لپاره کليدي کال ياد شوی او ويل شوي، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د بهرنيو فشارونو او داخلي ستونزو له زياتېدو سره سره د ټولو ګوندي غړو او د هېواد د ټولو قومونو د خلکو په مشرۍ د ډول ډول ننګونو پر وړاندې مقابله کړې، اغېزمنې تګلارې يې پلې کړي، اقتصاد يې ثابت پرمختګ موندلی او د چيني شکله عصريتوب پر لور يې ټينګ ګامونه پورته کړي دي.
په دغې ليکنې کې اقتصادي کارونه خورا پيچلي ياد شوي، چې په مختلفو چارو پورې اړه لري او د څو مهمو اړيکو د تنظيم لپاره یې مهمو ټکو ته اشاره کړې ده.
۱. مونږ بايد د بازار او حکومت اړيکې تنظيم کړو.
۲. مونږ بايد د ملي اقتصادي دوران د ښه روانېدو په پار د عمومي عرضې او تقاضې اړيکې تنظيم کړو.
۳. مونږ بايد د نوې محرکې قوه د روزلو او د پخواني خوځنده ځواک د تازه کولو ترمنځ اړيکې تنظيم کړو، څو د هرې سيمې واقعي شرايطو ته په کتو د نوي کيفيت توليدي ځواک وموندل شي.