د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه په یوه غونډه کې د دغه هېواد د دولتي شورا لخوا پر چمتو شوي کاري راپور بحث وکړ.
د يادې غونډې مشري د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ وکړه.
په دې غونډه کې پر دې ټينګار شوی، چې سږ د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د څلوارلسم پنځه کلن پلان د بشپړولو لپاره وروستی کال دی.
په غوډه کې دغه راز ویل شوي چې مرکزي حکومت به د شي جين پينګ په مشرۍ د ګوند تر پياوړې لارښوونې لاندې او د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورې په رڼا کې د حکومتوالۍ کارونه ښه ترسره کړي.
په غونډه کې همدارنګه ویل شوي چې د چین حکومت به په دوامداره توګه اقتصاد ښه کړي، د خلکو د ژوند سويه به پرله پسې لوړه کړي، د ټولنې همغږي او ثبات به وساتي او د څوارلسم پنځه کلن پلان ټاکلې موخې او دندې به ښې شپړې کړي، څو د راتلونکي پنځه کلن پلان لپاره ټينګ بنسټ جوړ کړي.