د چین د دفاع وزارت د مطبوعاتي چارو مشر او ویاند وو چیان د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه په یوه خبري ناسته کې وویل، سږ کال د فاشیزم ضد نړیوالې مبارزې او له جاپاني تېري کوونکو سره د چین د مقابلې د بریالیتوب ۸۰مه کلیزه ده.
ده زیاته کړه چې چین به دغه ورځ په شانداره توګه ونمانځي.