د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د اوکراین ولسمشر زېلنسکي سره یې کړکېچن مجلس درلود وايي چې زېلنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، د سولې خبرو ته اماده نه دی او کله چې اماده شو کولی شي بېرته راشي. نوموړي پرون په سپینې ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر سره ناسته درلوده، چې تر منځ یې ترخې خبرې تبادله شوې او زېلنسکي ته یې ګوتڅنډنه وکړه چې هغه د دېکتاتور په موقف کې نه دی. د اوکراین ولسمشر سپینې ماڼۍ ته د دواړو هېوادونو تر منځ د کاني زېرمو پر سر د هوکړې د لاسلیک لپاره ورغلی و خو ټرمپ په دې لیدنه کې زېلنسکي ته خبرداری ورکړ که دا هوکړه لاسلیک نه کړي، امریکا به ترې ووځي.