د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د توندو خبرو تبادلې وروسته له امریکا سره د معدني تړون لاسلیک کولو پرته سپینه ماڼۍ پرېښې او تللی. زېلنسکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د امریکا له ملاتړ څخه مننه کوي او د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره په سمه توګه کار کوي. سیاسي شنونکي وايي، ټرمپ هڅه وکړه چې ځان د سولې پلوی وښيي او زېلنسکي د سولې مخالفه څېره بیان کړي؛ خو اوکراین لا هم د امریکا پراخ ملاتړ ته اړتیا لري.