د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، که امريکا په خودسرانه توګه پر چيني محصولاتو د اضافي تعرفې لګولو ته ادامه ورکړي، چين به هر ډول ممکن اقدامات غوره کړي.
امريکا د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه خبر ورکړ، چې د مارچ له ۴ مې نېټې څخه به د فينټانيل مسئلې په پار دغه هېواد ته د چين پر صادرېدونکو محصولاتو نورې ٪ ۱۰ تعرفې ولګوي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند پدې اړه وويل، چين په نړۍ کې د نشه يي توکو د ممنوعيت په برخه کې تر ټولو جدي تګلارې غوره او پلې کړې او په فعاله توګه يې له امريکا او نورو هېوادونو سره د نشه يي توکو ضد مبارزې په برخه کې همکارۍ کړې دي.
د نوموړي په وينا، امریکا پر واقعيتونو سترګې پټې کړې او د فينټانيل په پلمه يې پر چیني محصولاتو ٪ ۱۰ اضافي تعرفې لګولې دي او اوس يې بيا تهديد کړی چې تعرفې به يې نورې ٪ ۱۰ لوړې کړي.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د امریکا ياده کړنه پر نورو د خپل مسئوليت اچول بللی او په وينا يي، د امریکا دغه کړنه د خپلو ستونزو په هوارولو کې مرسته نه کوي، برعکس امريکايي تصديو او مشترينو ته به زيات بارونه ورسوي او نړيوال صنعتي ځنځير به خراب کړي.