د کونړ ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په ناړۍ او شیګل ولسوالیو کې د ۷.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې دي. د کونړ د ټولګټو چارو رییس قدرت الله معاذ وايي، چې د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ دوه پراخې پروژې، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې د سیند له څپو د کامتېلي سیمې عمومي سړک د ژغورنې لپاره د ۳۵۰ متره اوږدوالي او ۶ متره پلن بلډروال جوړول او د شيګل ولسوالۍ سورانو خوړ کې د ۲۰ متره عمومي تخریب شوي سړک بیا رغول شامل دي. د نوموړي په وینا، د دې پروژو له بشپړېدو سره به د شیګل، غازي اباد، ناړۍ ولسوالیو او د ختیځ نورستان اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي.