د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي نن د اروپایي مشرانو په سرمشریزه کې ګډون کوي. دغه سرمشریزه چې په لندن کې ترسره کېږي؛ ټاکل شوې چې د برېټانیا پاچا چارلز هم پکې له زېلنسکي سره وګوري. دغه سرمشریزه څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي، چې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ او ولادیمیر زېلنسکي ترمنځ لفظي شخړې نړۍوال غبرګونونه را وپارول. د اروپايي ټولنې د کمېسيون مشر اورزولا فون درلاين ويلي، اروپايي ټولنه به اوکراين يوازې پرېنږدي.