د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت مسوولین وایي چې په تېره یوه میاشت کې ۸۵۰ شکایتونو او د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۳۰ قضیو ته رسېدنه شوې او دغه راز په دې موده کې ۱۲ کوډګر هم نیول شوي دي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر نن یوې خبرې ناسته کې د دغه وزارت د ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې راپور وړاندې کړ.
د دغه وزارت ویاند زیاته کړه چې په تېره یوه میاشت کې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۸ دُښمنیو مخنیوی شوی او د طرفینو ترمنځ سوله شوې ده.
ده وویل چې د یاد وزارت محتسبینو په تېره یوه میاشت کې په ټول هېواد کې د خرافاتو او فساد د مخنیوي په موخه ۱۲ جادوګر نیولي او عدلي او قضایي ارګانونو ته یې معرفي کړي دي.
خیبر وایي چې دغه وزارت په تېره یوه میاشت کې په ټوله کې د خلکو ۱۱۸۵ شکایتونه ثبت کړي چې له ډلې یې ۸۵۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې او نور تر څېړنې لاندې دي.
خیبر په دې ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو د بحران ډېرېدو په اړه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ او په نړۍ کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو د سرغړونو د دوام په اړه د ۱۷ ښځینه وو بهرنیو چارو وزیرانو اعلامیه د افغانستان له عیني حقیقته لرې وبلله.
هغه دېته په اشاره چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په افغانستان کې د څه باندې ۶ زره اجباري ودونو مخه نیول شوې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی.
د امر بالمعروف وزارت ویاند دغهراز د روژې مبارکه میاشت کې د احتکار د مخنیوي او قیمت پلورنې په موخه د دغه وزارت هڅو ته په اشاره له سوداګرو او دوکاندارانو غوښتنه وکړه چې له ګرانپلورنې او هر بل غیرشرعي عمل څخه ډډه وکړي.