د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر ( اوچا ) ویلي، چې د روژې میاشت داسې مهال را رسېدلې چې میلیونونه افغانان نه پوهېږي راتلونکې خواړه به یې له کوم ځایه ترلاسه شي. اوچا په یوه خپاره کړپ پیغام کې لیکلي چې ۱۴.۸ میلیونه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي. دفتر ټینګار کړی چې پر دې سربیره ۳.۱ میلیونه وګړي بیا په بېړني پړاو کې دي. اوچا زیاته کړې چې اړمنو ته د رسیدګۍ لپاره د اړتیا وړ یو میلیارد او ۹ میلیونو ډالرو له ډلې یوازې یو میلیون ډالر ترلاسه شوي دي. اوچا افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده ، چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش ویلي و چې د امریکا د مرستو له ځنډېدو وروسته په افغانستان کې روغتیايي خدماتو ته د ناروغانو لاسرسی کم شوی دی.