د ملي پراختیا شرکت مسوولینو خبر ورکړی، چې د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې په منظم ډول او چټکۍ سره پر مخ روانې دي. د ملي پراختیا شرکت ویاند نبي الله ارغنديوال رسنیو ته ویلي، چې د دې کانال د دویم فاز چارې نږدې ۹۰سلنه بشپړې شوې دي. ورته مهال اقتصادي شنونکي قوش تېپه د افغانستان د خلکو د ابادۍ هیله بولي او وایي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان په کرنیزه برخه کې په پرځان بسیا شي. د ملي پراختیا شرکت مسولینو دغه راز ویلي، چې د قوش تېپې کال د کیندنې ترڅنګ په یاد کانال د مزار حیرتان پل او ریل پټلۍ د چارو له بشپړېدو سربېره د اوو پلونو چارې عملا روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به د نورو هغو چارې هم پیل کړي.