د کرکټ اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په لړ کې سبا سه شنبه د هندوستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نیمه پایلوبه په دوبۍ کې ترسره کېږي. په داسې حال کې چې د دې سیالیو په دویمه نیمه پایلوبه کې نیوزیلند له جنوبي افریقا سره مخ دی، چې هغه لوبه د پاکستان په لاهور ښار کې پلان شوې ده. تر نیمه پایلوبې وړاندې د ګروپي پړاو وروستۍ لوبه د هند او نیوزیلند ترمنځ ترسره شوه، چې هند ۲۵۰ منډې هدف ورکړی وو او د نیوزیلند لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله. نیوزیلند خپل ټول لوبغاړي په ۲۰۵ منډو له لاسه ورکړل او لوبه یې وبایلله. د کرکټ په اتلانو جام کې افغانستان هم شامل وو چې په ګروپي دور کې یې خپله لومړۍ لوبه په جنوبي افریقا بایلوده. دویمه لوبه یې له انګلستانه وګټله؛ خو دریمه یې د باران په امله له اسټرالیا سره مساوي شوه او له مخکې تګه پاتې شوه.