که د نړۍ واقعیتونو ته پام وکړو نو پوه به شو چې له ډېره وخته شرقي نړۍ پر جنوبي نړۍ سلطه ساتلې او د دې سلطې د دوام لپاره يې د جنوبۍ نړۍ په تقریبا هر هېواد کې ګډوډیو او فقر حاکمېدو ته لمن وهلې او په همدې وجه دغه هېوادونه ضعیف پاتې شوي او د دې توان او وخت يې نه دی پيدا کړی چې د غربي سلطې د ختمولو لپاره فکر وکړي.
په مقابل کې يې غرب په ډېرې آسانۍ سره د جنوبي نړۍ شتمنۍ او طبيعي زېرمې په مختلفو نمونو او طریقو سره خپلې کړې او خپل واک يې ورباندې ټینګ کړی دی.
خو په دې وروستیو کلونو کې د «جنوبي نړۍ» اصطلاح په اقتصادي او سیاسي بحثونو او تحلیلونو کې مطرح شوې ده.
دا اصطلاح مخ پروده هېوادونو ته کارول کېږي چې تر ډېره په افریقا، آسیا او لاتینې امریکا کې قرار لري.
د دې اصطلاح مفهوم نه یوازې جغرافیايي، بلکې پراخ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ابعاد لري چې د دې هېوادونو د خلکو پر ژوند او شرایطو اغیزه لري.
د جنوبي نړۍ هېوادونه د نړیوال نظام په اداره کې د عدالت پر بنا د بدلون غوښتنه کوي او غواړي چې د خپلې اقتصادي ودې لپاره مستقل و اوسي او نه غواړي چې نور د غرب تر سلطې لاندې ژوند وکړي.
د جنوبي نړۍ هېوادونه نن سبا له فقر، بېکارۍ، ټولنیزې نابرابرۍ، زیربیناوو د ضعف او اقليمي بدلون په شمول له مختلفو اساسي ننګونو سره مخ دي او د دې ټولو ننګونو تر شا په مستقیم ډول د امریکا په شان د سترو قدرتونو مداخله ګر سیاستونه دي چې په یادو هېوادونو کې د یادو مواردو دوامدار کېدو ته لمن وهي.
د دې مداخلو په نتیجه کې د جنوبي نړۍ په هېوادونو کې نه یوازې سیاسي او اقتصادي جوړښتونه کمزوري کېږي، بلکې انساني او ټولنیز بحرانونه هم زیاتوي.
نو پورته یاد شويو مواردو ته په پام سره دا واقعیت په ډاګه کېږي چې د جنوبي نړۍ هېوادونه باید د خپلو داخلي چارو او اقتصادي بنسټونو د ټینګښت او سمون لپاره نوې لارې چارې ولټوي.
اړتیا ده چې دغه هېوادونه د روغتيا او تعلیم په برخه کې د اساسي اړتیاوو تامین او د کاري فرصتونو رامنځته کېدو ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخو کې باید یو بل ته لاس ورکړي او دا برخې قوي کړي او که داسې ونه کړي نو نه یوازې د پرمختګ مخه يې نیول کېږي، بلکې د نویو بحرانونو د جوړېدو پيل هم کېدای شي.
د جنوبي نړۍ هېوادونه یا هماغه مخ پروده هېوادونه باید له لوېديځو هېوادونو زده کړي چې هغوی څنګه یو او بل ته لاس ورکوي او له ستونزو يې را باسي، دوی هم باید له ستونزو څخه د وتلو لپاره یو له بل سره همکارۍ وکړي او پر لوېدیځ په ځانګړې توګه پر امریکا د تکيې پر ځای دې خپله یو د بل مرسته وکړي او ګاونډي هېوادونه دې یو له بل سره د ټکنالوژۍ په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړي تر څو د دې سیمې ستونزې او بحرانونه په ګډه حل کړي.
جنوبي نړۍ دغه راز کولای شي چې په څو اړخیزې همکارۍ سره ځانونه د غرب له تکيې خلاص کړي او د سیمه ییزو سازمانونو او اتحادیو په جوړولو سره په نړۍوال ډګر کې په یوه خوله او یوه غږ یو د بل د ګټو دفاع وکړي.
په جنوب کې ډېر داسې هېوادونه شته چې ښه اقتصادونه لري او د نورو ګاونډیو هېوادونو په پرمختګ کې مهم رول لوبولای شي چې چین، هند، روسيې، جنوبي افریقا، ایران او نورو ته اشاره کولای شو.
موږ وینو چې د جنوبي نړۍ هر هېواد په اقتصادي برخو کې پرمختګ کوي نو د غرب په ځانګړې توګه امریکا له خوا ورباندې سملاسي سخت او ملا ماتونکي بندیزونه لګول کېږي.
بیا همدا غرب راځي د جنوبي نړۍ د اتفاق او اتحاد د مخنیوي په موخه یو هېواد په څنګ کې نیسي او د بل هېواد پرضد يې کاروي او یا یوه ته طمع ورکوي چې ته به د غرب ملګری وې… او په دې توګه يې تل د جنوبي نړۍ هېوادونو د اتحاد مخه نیولې ده او هغه د چا خبره «تفرقه واچوه او حکومت وکړه» سیاست يې غوره کړی دی.
خو اوس د نړۍ د حکمرانۍ نظام د څو قطبي کېدو پر لور حرکت پيدا کړی او دا په دې معنا ده چې د نړۍوال نظام د اداره کولو قدرت به د هېوادونو ترمنځ تقسیم شي او په دې توګه به د جنوبي نړۍ هېوادونه هم مهم رول پکې ولوبوي.
د کمربند او لارې په شان نوښتونه به د جنوبي نړۍ هېوادونو پر پرمختیا ژوره اغېزه وکړي او دا ډول پروژې کولای شي چې په دې هېوادونو کې د کاري فرصتونو په زیاتېدو، تجارتي آسانتیاوو او بیخ بیناوو په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.
او تر ټولو مهمه دا چې د جنوبي نړۍ هېوادونه باید نور غرب ته اجازه ور نه کړي چې په منځني ختیځ کې بل شوي اور باندې تيل وپاشي او یا یو ځل بیا په افغانستان او عراق کې په یوه او بله پلمه پوځي حضور ومومي.
موږ وینو چې د لوېدیځ ځینې مشران د لیونې سپو په شان د جنوبي نړۍ هېوادونو په اړه داسې له مداخلې ډګې او نیش داره خبرې کوي چې ته وا نړۍ هېڅ قانون نه لري او چې د دوی څه خوښه وي هماغه به کوي نو اړتیا ده چې د جنوبي نړۍ هېوادونه په منطق او هوښیارۍ سره د داسې مداخلو مخه د تل لپاره ونیسي.