اسراییل غزې ته د بشري مرستو بار لاریو د ننوتلو مخه نیولې ده. د اسراییل او حما.س ترمنځ د اوربند لومړی پړاو پایته رسېدلی او تل ابیب د ۴۲ ورځني موقت اوربند غوښتنه کړې. پر همدغه مهال حما.س د مصر او قطر له منځګړو د مداخلې غوښتنه کړې ده. د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې دوی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استازي سټیو ویټکوف له خوا د روژې په میاشت کې په غزه کې د لنډمهاله اوربند وړاندیز منلی دی. خو حما.س دا موقت اوربند رد کړی.