د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي چې له تېرو نهو ورځو راهیسې د تورخم دروازې په تړلکېدو سره د افغانستان او پاکستان د خصوصي برخې سوداګرو ته ۱۰ میلیونه ډالره زیان رسېدلی دی. د دغې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي ویلي، چې تراوسه دواړو خواوو ته نږدې ۱۰ میلیونه ډالر زیان رسیدلی دی. نوموړی وايي، که دا وضعیت دوام وکړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري به صفر شي. د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسوولین بیا وايي، د افغانستان د تجارتي موټرو په درولکېدو سره، د تازه مېوو او سبزیو لویه برخه خرابه شوې او افغان سوداګرو ته د ورځې لسګونه زره ډالره زیان رسېږي. پاکستان د تېرې اونۍ له شنبې ورځې راهیسې د سرپرست حکومت لخوا د فرضي کرښې دې غاړې ته د ځینو تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې د تورخم دروازه تړلې ده.