کابل ښاریان د روژې میاشتې له راتګ سره د خوراکي توکو بیو د کنټرول غوښتنه کوي. دوی وايي، د تېرو ورځو په پرتله د خوراکي توکو په بیو کې زیاتوالی راغلی دی. کابل ښاریان وايي، روژه یوه مبارکه میاشت ده او باید په دغه میاشت کې ټول هټیوال د خوراکي توکو نرخونه پورته نه کړي. بلخوا یوشمېر هټۍوال وايي چې د تورخم لارې تړلکېدو له امله ځینې سوداګرو احتکار کوي او خپل توکي زېرمه کوي، څو بیې لوړې شي. خو د کابل ښاروالۍ چارواکي له خلکو غواړي، که چیرې تر ټاکل شوو بیو په لوړ قیمت پلور او پیر وویني نو دوی ته دې خبر ورکړي چې آړین اقدمات ترسره کړي. د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی له سوداګرو او دوکاندارانو څخه غواړي چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیې لوړې نه کړي.