د بدخشان ولایت ځایي چارواکو وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۸ میلیونه ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو سوداګریز مارکېټ د جوړېدو چارې پیل شوې دي. په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د بدخشان د فیض اباد ښاروال ویلي، چې د یاد مارکېټ په جوړېدو سره به د یاد ولایت یوشمېر وګړو ته د کار زمین برابره شي او په دې سره به د ښاروالۍ عواید زیات شي. هغه زیاته کړې دغه سوداګریز مرکز مارکېټ به دوکانونه، کرایي خونې او هوټل ولري. ورته مهال د یادې پروژې د ساختماني برخې مسوولینو ویلي، چې دا مارکېټ به په څلورو پوړونو کې پر ۵۰۰ متره مربع ځمکه جوړ شي او چارې به یې د ۷ میاشتو په مودهکې د تخنیکي معیارونو په پام کې نیولو سره بشپړه شي.